تازه خبرونه

فرانسې له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ماليي وزارت مسوولین وايي،  د فرانسې هېواد له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه.

په کابل کې د فرانسې د سفیر او د مالېې وزارت ترمنځ د ۶۱،۵ میلیون بلاعوضه مرستې تړون لاسلیک شو.

د ماليې وزیر وايي، چې دغه مرسته به د کابل او کاپیسا په اقتصادي، کرنې، انرژۍ، روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.

د مالېې وزیر اکلیل حکیمي وایي، له دغو پیسو به ۲۰،۵ مییلو ن د انرژۍ،  ۲۵،۴ میلیون د کرنې،  ۹،۷ میلیو ن د روغتیا او پاتي ۴ میلیو ن د پو هني په برخه کې ولګول شي.

نوموړی زیاتوي؛ هڅه به وشي، چې په سیمه ییزه  کچه اقتصادي بنسټو نه هم  پیاوړي شي.

د یادوني وړده، چې فرانسي له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۶ کالو نو پورې ۲۳۲ میلیون یورو له افغانستان  سره مرسته کړې ده.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version