تازه خبرونه
فرانسې له ۳۰۰ ډېر کسان له افغانستان څخه ووېستل
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه د لیندۍ ۱۲) په ډاګه کړې، چې دې هېواد له ۳۰۰ ډېر افغانان، فرانسوي او هالنډي اتباع له افغانستان څخه ایستلي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې ۲۵۸ افغانان، ۶۰ هالنډيان، ۱۱ فرانسويان او له دوی سره اړوند یو شمېر ناڅرګند کسان یې له افغانستان څخه ایستلي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې قطري چارواکو د دوی په ایستلو کې مرسته کړې ده.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سپټمبر له ۱۰ راپدیخوا یې له کابله شاوخوا ۴۰۰ افغانان او ۱۱۰ فرانسوي وګړي ایستلي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې فرانسې او قطر د ډسمبر پر دوه یمه په افغانستان کې میشتو نړیوالو موسسو ته د طبي وسایلو، خوراکي توکو او ژمنیو توکو د لېږد په موخه یو بشري ماموریت هم ترسره کړی دی.
