تازه خبرونه
فرانسه د فوتبال نړیوال جام ګټونکې شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
فرانسې په مسکو ښار کې د فوتبال نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوه پر څلور ګولونو ماته ورکړه، چې له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوتبال نړیوال جام خپل کړ.
د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دوه یم ګول تر سره کړ؛ خو فرانسې ملاوتړله او د نړۍ د فوتبال اتلولۍ جام تر لاسه کړ.
دا دویم ځل دی چې فرانسه د فوټبال نړیوال جام ګټي.
فرانسې په ۱۹۹۸ کال کې هم په داسې حال کې د نړیوال جام سیالۍ ګټلې وې، چې پخپله یې د لوبو کوربتوب کاوه.
د یادونې ده، چې په دې سیالیو کې فرانسې د ارجنټاین او بلجیم پیاوړې لوبډلې هم ماتې کړې او کروشیا هم له ارجنټاین، روسیې او انګلستانه خپلې لوبې ګټلې وې.