تازه خبرونه
فراه ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د فراه ولایت د پولیسو ویاند اقبال باهر وایي، د بالابلوک ولسوالۍ د گنج آباد په سیمه کې د طالبانو نومول شوی والي ملا ابراهیم امنتیتي ځواکونو وژلی دی.
ځایي وسلوالو طالبانو هم د نوموړي وژل کیدل منلي او وایي، چې مرمۍ یې پر تندي لگیدلی ده.
ملا ابراهیم په فراه ولایت کې د دولت یو ډېر خطرناکه مخالف و، چې د دغه ولایت پر امنیتي پوستو به یې تل ډله ییز بریدونه تر سره کول.