سیمه ییز خبرونه

فریدالله شېرزی: په راروان ژمي كې به د سون توكو د بيو له لوړوالي مخنيوى وكړو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

كابل ښاريان يو ځل بيا د سون توكو په ځانګړي ډول د اوبلنو غازو د بيه له لوړوالي سرټكوي. دوى وايي، چې د تېرې اوونې په ترڅ كې د غازو بيه له پنځو څخه تر اووه افغانيو پورې لوړ شوى دى.

د ژمې په رارسېدو سره د سون توكو بيې د هېوادوالو په ځانګړي ډول د پلازمينې د اوسېدونكو اندېښنې را پاروي.

د كابل يو شمير اوسېدونكې وايي، چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ كې د ګازو بيه له پنځو څخه تر اووه افغانيو لوړه شوې ده.

په همدې حال كې د سوداګرۍ وزارت د سون توكو او اوبلنو غازو د تصدۍ رئیس فریدالله شیرزی دغه ستونزه مني او وايي، پاكستان ته په غېر قانوني ډول د لس زره ټنو اوبلنو غازو صادرېدل د دغې ستونزې اصلي لامل دى.

نوموړى د يادو اندېښنو تر څنګ ډاډ وركوي، چې په راروان ژمې كې به د سون توكو د بيو له لوړوالي مخنيوى وكړي.

تېر كال افغان ولسمشر د سون توكو بېو د لوړوالي د مخنيوي په موخه سوداګرۍ وزارت ته د سون توكو د ذخيره كولو دستور وركړى وو، چې دغه وزارت اوس مهال د يادو ذخيرو د كار له بشپړېدو خبر وركوي.

Trending

Exit mobile version