تازه خبرونه
فزیکي زده کړو او ورزش ریاست د کروناویروس ناروغانو قرنطین لپاره چمتووالې ښودلې
(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۳۹۹)
دغه ریاست د یوه مکتوب له لارې، اعلان کړې چې د ضرورت په وخت کې به په کابل او ولایاتو کې د دغه بنسټ خوبځایونه او ورزشي صالونونه د روغتیا وزارت په چوپړ کې پریږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوو اونیو راهیسې، د یاد ریاست لخوا ټولې ورزشي کړنې د کرونا ویروس خوریدا د مخنیوي په موخه ځنډول شوي دي.