تازه خبرونه

فساد، شر اچوونکیو ته مادي امکانات وړاندې کړي- سیګار

Published

on

(Last Updated On: )

سیګار په ډاګه کړې، چې فساد له دولته د خلکو د ناخوښۍ لامل شوی او مادي امکانات یې شر اچوونکیو ته وړاندې کړي دي.

دغه څرګندونه؛ په هغه ګزارش کې، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د عمومي پلټنې ادارې (سیګار) خپورکړی په ډاګه شوې ده.

دې ادارې له امریکا غوښتي، چې په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه له خپلو اولویتونو څخه وشمېري.

له دې ګزارشه ښکاره شوې، چې فساد له دولته خلک ناخوښي کړي او په افغانستان کې د بیارغونې هڅې هم ترې هم اغېزمنې شوې دي.

دا ګزارش، چې په “جنګ کې فساد: په افغانستان کې د امریکا له تجربې درسونه” تر سرلیک لاندې خپور شوی؛ ښيي: په داسې حال کې، چې امریکا د افغانستان اقتصاد ته میلیاردونه دالر مرسته څانګړې کړې؛ خو بریالۍ شوې نه ده، چې پخپل وخت د فساد د پراختیا مخه ونیسي او همدې موضوع په دې هېواد کې فساد ته وده ورکړې ده.   

Trending

Exit mobile version