Connect with us

لوبی

فضل‌الحق فاروقي په نړیوال‌۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو

د افغانستان کرکټ مینه‌والو لپاره په دې سیالیو کې د فاروقي، ګربز، نبي او نورو ملي لوبغاړو ګډون د ډېرې لېوالتیا لامل دی. دغه لیګ اوس هم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي جذبوي او لوبډلې پرې د پام وړ پانګونه کوي.

خپور شوی

د

 

د افغانستان چټک توپ‌اچوونکی فضل‌الحق فاروقي د ډي‌پي ورلډ نړیوال آی‌ال‌ټي‌۲۰ لیګ د پېنځم پړاو په داوطلبۍ(بولۍ ) کې د ۳۸۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې له ام‌آی اماراتو لوبډلې سره یوځای او د دغه لیګ په تاریخ کې یې د لوبغاړو د اخیستلو د بیې پخوانی ریکارډ مات کړ.

په دوبۍ کې د اوکټوبر میاشتې په داوطلبۍ کې څلورو لوبغاړو د تېر پړاو د ۲۶۰ زره ډالرو ریکارډ مات کړ. دغه ریکارډ د انډره فلیچر له‌خوا جوړ شوی و. د لیګ لوبډلو د راتلونکو سیالیو لپاره د خپلو لوبډلو د پیاوړتیا لپاره پر لوبغاړو ډېرې پیسې ولګولې.

د انګلستان هر اړخیز لوبغاړی لیم لیوینګسټون د ۳۵۰ زره ډالرو په بدل کې له ګلف جاینټس لوبډلې سره یوځای شو او د داوطلبۍ دوه‌یم تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو.

د افغانستان ویکټ ساتونکی او توپ‌وهونکی رحمان‌الله ګربز هم له همدې لوبډلې سره یوځای شو. ګلف جاینټس د خپل لومړیتوب حق په کارولو سره نوموړی د ۳۱۰ زره ډالرو په بدل کې خپل کړ.

د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر فاف ډوپلیسي د ۳۰۰ زره ډالرو په بدل کې له دوبۍ کپیټلز لوبډلې سره تړون وکړ.

د پېنځم پړاو سیالیو په درشل کې د فاروقي پر ریکارډي بیه اخیستل د افغانستان کرکټ د نړیوالو لوبغاړو پر وړتیا د لوبډلو لوړه لېوالتیا ښيي. ټاکل شوې، چې د دغه لیګ سیالۍ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې د ډسمبر تر شلمې ترسره شي.

د پاکستان نومیالي لوبغاړي له دفاعي اتلانو سره یوځای شول

ډیزرټ وایپرز لوبډلې د پاکستان څلور نړیوال لوبغاړي؛ بابر اعظم، نسیم شاه، فخر زمان او شاداب خان، هر یو د ۸۰ زره ډالرو پر لومړنۍ بیه واخیستل.

ټاکل شوې، چې بابر اعظم د آی‌ال‌ټي‌۲۰ لیګ په پېنځم پړاو کې د لومړي ځل لپاره ولوبېږي؛ خو نسیم شاه او فخر زمان بېرته له دفاعي اتلې لوبډلې سره یوځای شوي دي.

په دې داوطلبۍ کې د متحده عربي اماراتو لوبغاړی محمد وسیم هم د دغه لیګ په تاریخ کې د خپل هېواد تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو. ام‌آی اماراتو د خپل لومړیتوب حق په کارولو سره نوموړی د ۲۱۰ زره ډالرو په بدل کې واخیست.

د متحده عربي اماراتو بل لوبغاړی الیشان شرفو د ۱۱۰ زره ډالرو په بدل کې له ابوظبۍ نایټ رایډرز سره یوځای شو؛ محمد روهید او ایان خان بیا هر یو د ۹۵ زره ډالرو په بدل کې واخیستل شول.

لوبډلو پر نړیوالو لوبغاړو پانګونه وکړه

د لیګ شپږ لوبډلو د هغو هېوادونو پر لوبغاړو هم پانګونه وکړه، چې د کرکټ د نړیوالې شورا د ملګرو غړیو په ډله کې دي. دا چاره د دغه لیګ نړیوال پراخوالی ښيي.

د امریکا لوبغاړو امشي ډي سلوا او حسن خان پر ترتیب له ابوظبۍ نایټ رایډرز او دوبۍ کپیټلز سره د ۱۰۰ زره او ۹۰ زره ډالرو په بدل کې تړونونه وکړل.

د سکاټلینډ لوبغاړی برینډن مک‌مولن د ۸۰ زره ډالرو په بدل کې له شارجې واریئرز سره یوځای شو؛ د نامیبیا ډیویډ وایس بیا د ۷۰ زره ډالرو په بدل کې له ګلف جاینټس سره تړون وکړ.

د نورو مهمو قراردادونو له ډلې؛ د ویسټ انډیز چټک توپ‌اچوونکی الزاري جوزف د ۲۳۰ زره ډالرو په بدل کې له ګلف جاینټس سره یوځای شو.

د انګلستان چټک توپ‌اچوونکی ریچارډ ګلیسن د ۱۸۰ زره ډالرو په بدل کې له شارجې واریئرز سره تړون وکړ؛ کریس جورډن بیا د ۱۷۰ زره ډالرو په بدل کې له ام‌آی اماراتو سره یوځای شو.

ډیزرټ وایپرز هم د خپل لومړیتوب حق پر کارولو د انګلستان چټک توپ‌اچوونکی ډیویډ پین د ۱۵۰ زره ډالرو په بدل کې له ځان سره وساته.

افغان لوبغاړي د لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې

د افغانستان نړیوالو لوبغاړو په دې داوطلبۍ کې د پام وړ ونډه لرله او څو لوبغاړي یې له بېلابېلو لوبډلو سره تړونونه وکړل.

له فاروقي او ګربز پرته محمد نبي د ۱۴۰ زره ډالرو په بدل کې له شارجې واریئرز سره یوځای شو؛ ګلبدین نایب بیا د ۷۵ زره ډالرو په بدل کې له ابوظبۍ نایټ رایډرز سره تړون وکړ.

دوبۍ کپیټلز صدیق‌الله اتل د ۷۰ زره ډالرو او کریم جنت د ۴۰ زره ډالرو په بدل کې واخیستل.

ګلف جاینټس پیلیز توپ‌وهونکی ابراهیم ځدراڼ د ۶۵ زره ډالرو په بدل کې واخیست؛ ام‌آی اماراتو بیا د خپل لومړیتوب حق په کارولو سره الله‌غضنفر د ۱۵۰ زره ډالرو په بدل کې له ځان سره وساته.

عرب ګل هم د ۸۰ زره ډالرو په بدل کې له ابوظبۍ نایټ رایډرز سره یوځای شو او په دې توګه په سیالیو کې د افغان لوبغاړو شمېر زیات شو.

ام‌آی اماراتو پر لوبغاړو تر ټولو ډېرې پیسې ولګولې

ام‌آی اماراتو په داوطلبۍ کې ټولټال دوه میلیون ډالر ولګول او د لګښت له پلوه د لیګ په لوبډلو کې یې لومړی ځای خپل کړ. ګلف جاینټس بیا د ۱.۹۷۲ میلیون ډالرو پر لګښت ورپسې شو.

دوبۍ کپیټلز ۱.۸۳۴ میلیون ډالر او شارجې واریئرز ۱.۷۲ میلیونه ډالر ولګول.

ابوظبۍ نایټ رایډرز ۱.۵۴۹ میلیون ډالر او ډیزرټ وایپرز ۱.۵۴۴ میلیون ډالر ولګول.

په دې داوطلبۍ کې د کرکټ نړۍ ګڼو مشهورو څېرو هم ګډون کړی و، چې په کې د پېنځم پړاو سفیر بریټ لي، د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی اې‌بي ډیویلیرز، الان ډونالډ، شعیب ملک او عثمان خواجه شامل ول.

ټاکل شوې، چې د ډي‌پي ورلډ آی‌ال‌ټي‌۲۰ لیګ پېنځم پړاو د نومبر له یوویشتمې د ډسمبر تر شلمې ترسره شي او شپږ لوبډلې به د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.

د افغانستان کرکټ مینه‌والو لپاره په دې سیالیو کې د فاروقي، ګربز، نبي او نورو ملي لوبغاړو ګډون د ډېرې لېوالتیا لامل دی. دغه لیګ اوس هم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي جذبوي او لوبډلې پرې د پام وړ پانګونه کوي.

مینه‌وال به د دغو سیالیو ټولې لوبې پر ځانګړې بڼه د آریانا ټلویزیون او ډیجیټلي خپرنیزو پاڼو له لارې کتلی شي.

لوبی

افغانستان د یوورځنیو سیالیو په نړیوال لړلیک کې اووم مقام ته پورته شو

د شنبې پر ورځ( د اوکټوبر پر څلیریشتمه ) د خپور شوي لړلیک له مخې؛ افغانستان د ۹۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو اووم مقام خپل کړی؛ انګلستان د ۹۳ امتیازونو پر لرلو اتم مقام ته لوېدلی او سریلانکا د ۹۵ امتیازونو پر لرلو شپږم مقام لري.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا (آی‌سي‌سي) د یوورځنیو سیالیو په تازه لړلیک کې له انګلستان څخه مخکې او د نړۍ اووم مقام ته پورته شوې ده. افغانستان له دې سره د خپلې لوبډلې د تاریخ تر ټولو غوره مقام له خپل پخواني ریکارډ سره برابر کړی دی.

د شنبې پر ورځ( د اوکټوبر پر څلیریشتمه ) د خپور شوي لړلیک له مخې؛ افغانستان د ۹۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو اووم مقام خپل کړی؛ انګلستان د ۹۳ امتیازونو پر لرلو اتم مقام ته لوېدلی او سریلانکا د ۹۵ امتیازونو پر لرلو شپږم مقام لري.

افغانستان لومړی ځل د ۲۰۲۵ز.کال په می میاشت کې د نړۍ د یوورځنیو سیالیو په لړلیک کې اووم مقام ته رسېدلی و او اوس یې یو ځل بیا دا تاریخي لاسته‌راوړنه تکرار کړې ده.

په درې‌اړخیزو سیالیو کې اتلولي؛ د افغانستان د پرمختګ لامل

له زیمبابوی او بنګله‌دېش سره په درې‌اړخیزو سیالیو کې د افغانستان لوبډله وځلېده. افغانستان د اوکټوبر پر درویشتمه( د جمعې پر ورځ ) د دغو سیالیو په پایلوبه کې زیمبابوی ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

په دې لوبه کې افغان توپ‌اچوونکو د زیمبابوی لوبډله د ۱۶۹ منډو له جوړولو وروسته ټوله وسوځوله. راشد خان د درې لوبغاړو پر سوځولو د افغانستان پر ګټه غوره توپ‌اچونه وکړه.

د افغانستان په توپ‌وهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو پر جوړولو د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه. رحمت شاه هم ۴۳ منډې جوړې کړې او افغانستان په ۳۴.۳ آورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.

په نړیوال لړلیک کې د انګلستان شاتګ

انګلستان له سریلانکا څخه له وروستۍ ماتې وروسته په نړیوال لړلیک کې یو مقام له لاسه ورکړی دی. دې لوبډلې د ۴۳۰ منډو لوړ هدف وټاکه؛ خو د دفاع په برخه کې یې بریا ترلاسه نه‌کړه او سریلانکا د یوورځنیو سیالیو په تاریخ کې د هدف د پوره کولو له سترو بریالیو هڅو څخه یوه ترسره کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍ په لړلیک کې اووم مقام ته پرمختګ؛ په نړیوالو سیالیو کې د دې لوبډلې د پرمختګ او د نړۍ له نومیالیو لوبډلو سره د سیالۍ د وړتیا د زیاتېدا ښکارندوی دی.

Continue Reading

لوبی

آرمان اف‌سي د دوه ناوخته‌ ګولونو سره-سره له سرخ‌پوشان خوافي ماتې وخوړه

دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوه‌یمه ) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۵

 

آرمان اف‌سي لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو د دوه‌یمې نیمایي په دوه‌یمه لوبه کې د سرخ‌پوشان خوافي پر وړاندې ۳ پر۲  ماتې وخوړه.

دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوه‌یمه ) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

په لومړۍ نیمایي کې باسط نظري د یوې آزاد ګوزار پر مټ د سرخ‌پوشان خوافي لومړی ګول وواهه او سهراب افغان په اووه‌ویشتمه دقیقه کې د خپلې لوبډلې د ګولونو شمېر دوه ته ورساوه. لومړۍ نیمایي د سرخ‌پوشان خوافي پر بریا( ۲ـ۰ ) پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې سرخ‌پوشان خوافي په دری‌پنځوسمه دقیقه کې درېیم ګول هم وواهه. له دې وروسته آرمان اف‌سي د پایلې د بدلولو لپاره خپل بریدونه زیات کړل او ډامولا ایسئولووا آکاني په اووه‌اویاومه دقیقه کې د خپلې لوبډلې لومړی ګول وواهه.

شکرالله کوهي په نهه‌اتیاومه دقیقه کې له لرې واټن څخه د یوه ګول پر وهلو د آرمان اف‌سي دوه‌یم ګول هم وواهه؛ خو دې لوبډلې ونه‌شوای کولی پایله بدله کړي او لوبه د سرخ‌پوشان خوافي پر بریا پای ته ورسېده.

آرمان اف‌سي په دې لوبه کې نهه خطاوې وکړې او یو سور کارت یې ترلاسه کړ. په مقابل کې سرخ‌پوشان خوافي لس خطاوې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

آرمان اف‌سي به په خپله راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پرشپږویشتمه له خراسان فاریاب سره مخ شي او سرخ‌پوشان خوافي به د اوکټوبر پراووهویشتمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه

دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوه‌یمه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او عبیدالله عمري د لوبې یوازنی ګول وواهه، چې له دې سره یې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۵

 

طوفان هرات د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو د دوه‌یمې نیمایي په څلورپنځوسمه لوبه کې آریانا خوست ته د یو ګول پر توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوه‌یمه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او عبیدالله عمري د لوبې یوازنی ګول وواهه، چې له دې سره یې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.

په لومړۍ نیمایي کې عمري د سر پر ګوزار د آریانا خوست لوبډلې دروازه پرانیسته.

د آریانا خوست لوبغاړو د پایلې د بدلولو هڅه وکړه؛ خو سیالې لوبډلې ته پر ګول وهلو بریالي نه‌شول.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم دواړو لوبډلو د ګول وهلو فرصتونه لرل؛ خو هیڅ یوې ونه‌شو کولی پایله بدله کړي او لوبه د طوفان هرات پر یو ګول پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۶ خطاوې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. په مقابل کې د آریانا خوست لوبغاړو ۱۷ خطاوې وکړې او درې ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به په خپله راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه له سرخ‌پوشان خوافي سره مخ شي او آریانا خوست به د اوکټوبر پر شپږویشتمه له ابومسلم فراه سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!