سیمه ییز خبرونه

فضل هادي مسلميار: افغان ولسمشر بايد د مشورتي لویې جرګې وړانديزونو ته درناوى وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو يو شمېر غړو يو ځل بيا ټينګار وكړ، چې د افغانستان او امريكا تر مېنځ دې امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليك شي، د دوى په باور د افغانستان برخليك په همدغه تړون پورې تړاو لري.

د افغانستان او امريكا تر مېنځ امنيتي تړون، چې له مياشتو را په دې خوا يې د لاسليك په باب ناندرې روانې دې خو تر اوسه نه دى لاسليك شوى په اصل كې د له ۲۰۱۴ وروسته اندېښنو ته يو مثبت ځواب بلل كېږي.

د دغې تړون د لاسليك پر ځنډ اوس هم نيوكې روانې دې، د مشرانو جرګې غړو محی الدین منصف، خالقداد بلاغي او صادقي پرواني يو ځل بيا د دغه تړون په لاسليك كې د ځند له امله پر افغان ولسمشر حامد كرزي سختې نيوكې  وكړې.

دوى وايي، چې د افغانستان او امريكا تر مېنځ امنيتي تړون دې ژر تر ژره لاسليك شي.

له بلې خوا د مشرانو جرګې غړي بسم الله افغانمل او خان محمد خاګی له امريكايي چارواكو غواړي تر څو د دغه تړون د لاسليك په موخه پر افغان ولسمشر حامد كرزي فشارونه زيات كړي.

په همدې وخت كې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار بيا وايي، چې مشورتې لويې جرګې د امنيتي تړون د لاسليك د څرنګوالي په باب افغان ولسمشر ته خپله مشوره وركړې او افغان ولسمشر بايد د دوى وړانديزونو ته درناوى وكړي.

مشورتي لويه جرګه تېره مياشت جوړه شوه، كه څه هم د دغې جرګې ګډونوالو له افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون له لاسليك سره موافقه وكړه، خو افغان ولسمشر بيا هم دغه تړون لاسليك نه كړ او د خپلو شرطونو پر پوره كېدو يې ټينګار وكړ.

Trending

Exit mobile version