تازه خبرونه
فنلیند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار څرګند کړ
د فنلیند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو د جمعې پر ورځ ویلي؛ نړۍ باید افغانستان د جنیوا په راتلونکې ناسته کې هیر نکړي او د مرسته کوونګیو د ستړیا مخه ونیسي.
نوموړي د دوحې د نښتو او بشري څېړنو انستیتوت ته د وینا پر مهال ویلي: لکه څنګه، چې نړیوال مرسته کوونکي د سږکال په نومبر کې د جنیوا کنفرانس ته چمتوالی نیسي؛ نو مرستندویانو ته به زمونږ پیغام دا وي، چې افغانستان هیر نکړي.
نوموړي ویلي؛ مونږ ټول په افغانستان کې د ایران، پاکستان او هند په ګډون د سولې غوښتونکي یو.
هغه زیاته کړې: دوی ټول ژمن دي، چې په افغانستان کې سوله د دوی لپاره هم اړینه ده.
د فنلیند د بهرنیو ګارو وزارت څرګنده کړې؛ د کنفرانس لپاره زمونږ د چمتوالي موخه داده، چې په افغانستان کې د پراختیا لپاره تمویلوونکیي همغږي کړو. دوی باید د ستړیا احساس ونکړي.
هغه دا هم ویلي، چې له بده مرغه مرستې د هېواد ټولو سیمو ته ندي رسیدلي.
پیکا هاویستو په قطر کې د دوحې د خبرو او د فطر د کوربتوب په اړه ویلي؛ د افغانستان د حکومت د استازیو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې روانې خبرې یو اړین پړاو ته رسیدلي او د ګوندونو په یوځای کولو کې د قطر رول د ستاینې وړ دی. تل داسې خلک شته، چې کله د سولې خبرې اترې تر سره کیږي؛ نو دوی ورسره کرکه راپورته کوي. په هره توګه زه د سولې د روان بهیر بریا ته هیله من یم.
دغه فنلیندي چارواکي د سولې خپلمنځي خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: زه په دې هڅه کې یم او ډاډ وړاندې کوم، چې د مرستندویانو په کنفرانس کې به د ښځو او لږکیو مسله وړاندې کوم. ما تل ویلي، چې ښځې او ځوانان د سولې په هڅو کې خورا اړین دي. د افغانو ښځو ښوونه او روزنه هم یوه بنسټیزه اړتیاده.
په دې کنفرانس کې به له ۷۰ ډېر هېوادونه او سازمانونه، چې د افغانستان ودې او پرمختګ ته هیله من دي ؛ ګډون وکړي.