تازه خبرونه

فوزیه کوفي د نړۍ د ۵۰ غوره مشرانو په نوملړ کې راغله

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۰)

فارچون مجلې په ډاګه کړې، چې د افغان ښځو د حقونو هڅانده او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د نړۍ د ۵۰ غوره مشرانو په نوملړ کې راغلې ده.

نوموړې اوس د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړې ده او په دوحه کې له درې نورو افغان میرمنو سره د ګډ مدني دریځ د خوندي کولو هڅې تر سره کوي.

فارچون مجلې فوزیه کوفي ته په نړۍ کې ۴۰ ځای ورکړی او څرګندوي، چې نوموړې د یو شمېر میرمنو ترمنځ له کلکې ارادې او زغمه برخمنه ده. کله، چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته وردانګي؛ نو نه یوازې له ډېر شمېر نارینه وو سرخ مخ کیږي، بلکې هغه کسان هم ګوري، چې ارواښاد میړه یې ورته بندي کړی و او د دې د وژلو هڅه یې کړې وه.

ویل کیږي، چې طالبانو په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د هغې پر موټریز کاروان برید وکړ او د ۲۰۲۰ کال د اګیست په میاشت کې پرې یوه ناڅرګند وسلوال ډزې وکړې؛ خو کوفي له ډالر پرته څرګندې خبرې کوي او ښکاره ډاډمن ګامونه اخلي.  

هغې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او وروستیو پرمختګونو په اړه ویلي، چې د پوځونو د ایستلو پریکړه “اخلاقي ماتې” ده، چې کولی شي له طالبانو سره خبرې هم زیانمنې کړي.

فارچون مجله هغه هوډمنه بولي او څرګندوي، چې بریاوې د فشار راوړلو له لارې شونې دي او ټولګډونه افغانستان د تلپاتې سولې یوازنۍ لار او د جګړې پای دی.

نوموړې تېر کال د کاسا آسیا جایزه هم د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره د هراړخیزو هڅو او پرلپسې نه ستړې کېدونکیو سوله ییزو هڅو پر ترسره کولو ګټلې وه.

د کاسا آسیا ۲۰۲۱ جایزې ګټونکي د هسپانیا په ماډریډ ښار کې له هغې وروسته اعلان شول، چې قاضیانو په څلورو برخو کې له ۵۲ نوماندانو څخه په پام کې ونیول.

فوزیه کوفي د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان مدني هڅانده ده او دوه دورې یې په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازیتوب کړی دی.

Trending

Exit mobile version