تازه خبرونه

فوزیه کوفي له یوه وسلوال بریده روغه وتلې

Published

on

له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي تېره شپه په کابل کې له یوه وسلواله بریده روغه وتلې ده.

یوې سرچینې ویلي چې، میرمن کوفي تېره شپه د ناڅرګندو وسلوالو لخوا د کابل – پروان پر لویه لار تر وسلوال برید لاندې راغلې ده.

په دې پېښه کې میرمن کوفي لږ څه ټپي شوې؛ خو روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ندی.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پر فوزیه کوفي وسلوال برید غندلی او د دې د سمدستي پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

عبدالله عبدالله ویلي: زه د فوزیه کوفي د وژنې هڅه په کلکه غندم او له حکومت غواړم، چې د پېښې عاملین معلوم او ونیسي.

 

Trending

Exit mobile version