سیمه ییز خبرونه

فيفا د رڼو ټاكنو په اړه اندېښنه وښوده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آزادو او عادلانه ټاكنو بنست يا فيفا افغان دولت د ټاكنو ترسره كيدو ته د مناسبو شرايطو په رامنځته كولو كې مكلف گڼي.

د كابل پوهنتون استاد عبدالرسول سعيد وايي، د ولسمشريزو ټاكنو لپاره د نوماندانو د نوم ليكنې په څلورمه رسمې ورځ هم څوك نه دي بريالي شوي، چې د نوم په ليكلو د نوماندانو نوم ليكنه پيل وكړي.

د افغانستا د آزادو او عادلانه ټاكنو بنست رييس جانداد سپين غر وايي:

د سل زره تنو ملاتړو د  كاروتونو را ټولول،  د ټاكنو كميسيون ته د ضمانت په ډول د يو ميليون افغانيو وركول او د خپل پام وړ نوماند پر سر د سياسي گوندونو تر منځ د پردې تر شا ناندرې د نوماندانو د نه نوم ليكنې اصلي لامل بلل كيږي.

په همدې حال كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستياله ماري حرف د هغو كسانو په نښه كول، چې ټاكنيزې چارې تر سره كوي د افغانستان د خلكو له ارمانونو سره جفا بولي.

هغه وايي:

مونږ د كندوز ولايت د ټاكنو د كميسيون د رييس ښاغلي ارمان وژنه په كلكه غندو او د هغه كورنۍ ته خواخوږي وړاندې كوو . يو سوله ييز سياسي ليږد، چې په قانون برابر وي د افغانستان د ثبات لپاره اړين دى او دغه ليږد بايد د يو معتبر او شفاف  ټاكنيز بهير له خوا تر سره شي.

په داسې حال كې، چې د ولسمشريزو ټاكنو تر سره كيدو ته له اووه مياشتو لږ وخت پاته دى؛ خو په شفاف ډول د دغو ټاكنو تر سره كيدل اوس هم د دولت، سياسي گوندونو او د افغانستان د خلكو يوه اندېښنه بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version