تازه خبرونه

فيفا: په ټاکنو کې د لرې پرتو سيمو د ښځو او ځوانانو ګډون له ستونزو سره مخ دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون په اړه اندېښنه څرګندوي، دوی زیاتوي چې په سيمو کې به زورواکي د دوی د نوماند کېدو مخه ونيسي.

دوی وايي چې لاهم په کلیو او لرې پرتو ولسوالیو کې ملکان او زورواکي په خلکو حکمراني کوي نو ځکه ښځې او ځوانان نه شي کولی ځانونه کاندید کړي او د یو بل ملاتړ وکړي. دوی وېره څرګندوي چې که ټول افغانستان د ګوندي کاندیدانو له پاره یوه حوزه وګڼل شي، په دې صورت کې به په سیمو کې د مافیایي کړو له خوا د ښځو او ځوانانو حقوق تر پښو لاندې شي. دوی د ملي یووالي له حکومت غوښتنه کوي چې د ښځو او ځوانانو پر وړاندې ستونزو ته په پام جدي ګامونه پورته کړي او د سیاسي مشارکت ونډې ته یې پام وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د سیاسي مشارکت په څرنګوالي اندېښنه ښيي. دوی وايي چې امنیتي، اقتصادي او کلتوري ستونزې د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون په مخ کې اوس پرتې دي. دوی وايي په راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې ښايي ځوانان او ښځې ډېره کمه ونډه واخلي. دوی اندېښنه ښيي چې که د ګوندي کاندیدانو له پاره ټول افغانستان یوه ټاکنیزه حوزه وګڼل شي، د ښځو او ځوانانو حقونه به تر پښو لاندې شي.

د فیفا اجرایي رییس محمدیوسف رشید وايي: “د ټاکنیزې حوزې د ګوندونو او کاندیدانو له پاره به په ټول هېواد کې یوه حوزه و ګڼل شي په دې صورت کې به بیا هم ښځې او ځوانان د قومی مافیا او اربابانو په ګرو کې وي او د دوی ونډه به سمبولیکه وي او هر څوک به که د اربابانو خوښه وه په ټاکنیزو بنسټونو کې ځان کانديد کړای شي.”

 دوی وايي چې که څه هم د ټاکنو په قانون کې راغلیو تعدیلاتو په ولایتي شورا او د ولسوالیو په شوراګانو کې د ښځو ۲۵په سلو کې ونډه یقيني کړې، خو بیا هم ستونزو ته په کتو ښايي د ښځو ونډه پيکه شي او د اساسي قانون په لویه جرګه به یې هم اغیزې منفي وي.

 د فیفا اجرایي رییسمحمدیوسف رشید وايي: “په ټاکنو کې موږ له ډېرو ګواښونو سره مخامخ یو د ښځو محدود حضور کولای شي چې د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ښځو ونډه پیکه کړي چې دا خپله لویه ستونزه ده.”

د ښځو په چارو کې د ولسمشر او اجرايي ریاست سلاکاران که څه هم چې په سیاسي ډګر کې د ښځو رول د اندېښنې وړ بولي خو وايي چې ولسمشر او اجرايي رییس د ښځو او ځوانانو د ستونزو اوارولو ته ژمن دي.

د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شينوارې وايي: “په سیاست کې ښځو واقعا خپل ځای نه دی ترلاسه کړی نور خیراتي ځای نه غواړو ښځو ته په سیاسي پرېکړو کې ځای ورکړل شي.”

د ځوانانو او ښځو په چارو کې د اجرايي رییس سلاکارهسجیه بهګام وايي: “په ټاکنو کې د ښځو د ستونزو په اړه له ښځو سره مو خبری اترې درلودې او هغه مېرمنې چې کاندیدېدو ته لیواله دي خپلې ستونزې يې له موږ سره شریکې کړې دي. اجرايي رییس به په غور سره د دوی ستونزې اوارې کړي.”

 دا په داسي حال کې ده چې د ټاکنو د قانون مسوده د کابینې له خوا په اصولو کې تصویب شوې ده.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version