تازه خبرونه
فیسبوک، انسټګرام او وټس اپ تخنیکي ستونزې لري
Last Updated on: تله ۱۳, ۱۴۰۰
ټولنیزې شبکې فیسبوک، انسټاګرام او واټس اپ د تخنیکي ستونزو له کبله په ټوله نړۍ کې بند شوي دي.
د دې شبکو کاروونکي له اوبپاڼو یا اړوند اوپلیکشنونو له لارې له لاندې دوه کرښیز پیغام سره مخ کیږي:بښنه غواړو، ستونزه رامنځته شوې. مونږ پرې کار کوو او ژر تر ژره به ورغول شي.
د کابل پر وخت د شپې شاوخوا ۹:۳۰ هم دغو شبکو ته لاسرسی ناشونی دی.
د واټس اپ او انسټاګرام پروګرامونو خپل کار روان ساتلی؛ خو نوي منځپانګه او په دې بهیر کې نوي لیږل شوي یا ترلاسه شوي پیغامونه نه ښيي.
د یادونې ده، چې دغې تخنيکي ستونزې په ټوله نړۍ کې د فیسبوک کاروونکي اغېزمن کړي ډي.
