ساینس او ​​ټیکنالوژي

فیسبوک او انسټاګرام له لنډې پرچاوۍ وروسته بېرته فعال شول

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۲)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د میټا اړوند فیسبوک او انسټاګرام د دوه ساعته تخنیکي ستونزو له کبله بېرته فعال او په ټوله نړۍ کې یې سلګونه زره کاروونکي اغېزمن کړل.

د میټا اړوند سرچینو ویلي؛ یوه تخنیکي مسله د دې لامل شوه، چې خلک زمونږ خدماتو ته د لاسرسي په اړه له ستونزې سره مخ شي.

د میټا ویاند انډي سټون په ایکس پاڼه کې له بشپړې څرګندونې پرته ولیکل، چې مونږ د خپلو اغېزمنو شویو لپاره اړوند مسله حل کړه .

سټون د فیسبوک او انسټاګرام له کاروونکیو څخه د دې ستونزې له پېښېدا بښنه وغوښته.

دا شرکت د WhatsApp او Threads په ګډون شاوخوا ۳ اعشاریه ۱۹ میلیارد ورځني فعال کاروونکي لري.

په هر حال د واټس اپ او ترایډ لپاره بندښت خورا کوچنی و.

د رویټرز د لیدل شويو پوسټونو له مخې؛ د میټا ډېرو کارمندانو په نامعلوم پیغام رسولو اپلیکیشن بلینډ کې څرګنده کړې، چې دوی نشي کولی خپل داخلي کاري سیسټمونو ته ننوځي. ان دوی حیران شول، چې له دندې ګوښه شوي دي.

د وېبپاڼو څارونکې ډاونډيټکټر څرګنده کړې، چې د فیسبوک پرچاوۍ په اړه ۳۰۰ زره او دغه راز د انسټاګرام د پرچاو کېدو په اړه ۲۰ زره شکایتونه ترلاسه شوي دي.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۱ ز. کال کې هم د فیسبوک، انسټاګرام او وټس‌آپ خدمات د تخنیکي ستونزو له کبله څو ساعتونه بند شوي وه.

Trending

Exit mobile version