ساینس او ​​ټیکنالوژي

فیسبوک د اروپایي مجازي نړۍ د رامنځته کولو لپاره ۱۰ زره کسان ګوماري

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دغو کسانو د استخدام بهیر به په پېنځه کلونو کې بشپړ شي او خلک کولی شي په مټاورس یا انلاین نړۍ کې له یو بل سره اړیکې ونیسي او له بېلابېلو آسانتیاوو یې برخمن شي.

د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زاکربرګ په دې وروستیو میاشتو کې څو ځله د دغې اړتیا په اړه خبرې کړي. فیسبوک په سپټمبر میاشت کې مټاورس ته ۵۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي. تمه ده، چې ربلاکس او ایپک ګیمز شرکتونه د فورټ نایټ لوبې په جوړولو کې ونډه واخلي.

فیسبوک دمخه هم د مجازی نړۍ پرلته وهونکی اپلیکیشن پر آزمایښتي توګه پیل کړی و؛ نو د اوکیولوس کویسټ ۲ مجازی حقیقت کاروونکي د بېلابېلو اوتارونو پر کارولو خپلې ناستې ترسره کړي. دې شرکت د جولای په میاشت کې اعلان کړی و، چې تمه ده له دې نوښتونه څخه په اروپا کې هرکلی وشي.

Trending

Exit mobile version