ساینس او ټیکنالوژي
فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی
انټرسپټ خبري بنسټ څرګنده کړې، فیسبوک شرکت په دې وروستیو کې د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر د خطرناکو اشخاصو په تور نوملړ کې نیولی دی.
یاد خبري بنسټ راپور ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت پخوانی مذاکره کوونکی او د افغان سرې میاشتې ټولنې یا ARCS اوسنی مشر مطیع الحق خالص د اپریل په وروستیو کې د شرکت د سانسور په نوملړ کې راغلی دی.
هغه ډلې، ټولنې او افراد ډېر خطرناک ګڼل کیږي، چې له دې پلیټ فارم څخه نه یوازې د ځانګړیو شویو ترهګریزو ادعاوو او کرکجنو ډلو د هڅو لپاره آزادانه کار اخیستل کیږي، بلکې له دې لارې د مخدره توکو لېږدوونکیو او ډله ییزو وژونکيو اړیکو ته هم زمینه برابریږي.
فیسبوک دا هم ویلي، چې یوشمېر کسان کولی شي د هغو خلکو مخه ونیسي، چې د فیسبوګ له لارې نورو ته د ریان زیان رسولو هڅه کوي.
د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت له ړنګیدو او د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته، خالص د دغې مرستندویې ټولنې مشر ټاکل شوی، چې له ۱۹۳۴ زېږدیز کال راپدیخوا ملکي خلکو ته روغتیایي پاملرنه، خواړه او نورې بشري مرستې چمتو کوي.
هغه د اسلامي امارت سره د تړاو له کبله د تروریستانو او خطرناکو اشخاصو په نوملړ کې له راتلو وروسته د فیسبوک او انسټاګرام دوه میلیارد کاروونکي نور خالص له ستاینې، ملاتړ او استازیتوب څخه منع شوي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د آسیایي برخې ملاتړی مدیر جان سیفټن دا پوښتنه کړې، چې تر کومه حده خلکو ته اجازه ورکول کیږي، چې د خالص په اړه په آزاده توګه خبرې وکړي. څوک یا کوم شی له خطر سره مخ کوي. هغه څنګه ‘خطرناک’ دی؟ هغه ۶۵ کلن دی. هغه ملیشه نلري. پلار يې د مجاهدينو قوماندان و، خو دلته ستونزه څه ده؟
سیفټن هغو ډلو ته اشاره کوي، چې په فعاله توګه د تاوتریخوالي د هڅولو او پراخولو لپاره دغه پلیټ فارم کاروي. په هند کې کرکه لرونکي خلک شته، چې په فیسبوک کې د مسلمانانو ضد زهرجن تاوتریخوالی خپروي، د هندو ملتپالو ډلو په برما کې کرکه لرونکې بودايي ډلې هم کرکه خپروي، چې دا یوه اصلي ستونزه ده.
د خالص آنلاین پوسټ کول، چې څنګه یې په افغانستان کې په یوه نوي روغتون کې د ویډیو بهیر پرې کړ، د ستونزې برخه نده.
دا په داسې حال کې ده، چې نه د امریکا خزانې او نه هم بهرنیو چارو وزارت د خالص او افغان سرې میاشتې نومونه نلري. یوازې انټرسپټ راپور ورکړی، چې د تروریزم ضد بندیزونو نوملو کې راغلی دی.
