تازه خبرونه
فیسبوک د حکومتونو ترڅارنې لاندې رسنۍ په نښه کوي
د فیسبوک نړیوالې شبکې په ډاګه کړې، چې د حکومتونو تر څارنې لاندې ټولو رسنیزو شبکو ته ځانګړې نښې جوړوي.
فیسبوک ټولنیز شرکت غواړي یو شمېر رسنیزې پاڼې لکه د روسیې سپوتنیک، د ایران پریس ټي وي او د چین سیهنووا خبري آژانس د منفی او دولتي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې نښې وکاروي.
له دې کاره موخه د خلکو پوهول ښودل شوي، چې دا رسنۍ نا دولتي ندي، بلکې د دولت لخوا څارل کیږي.
فیسبوک تېره ورځ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې په سږني دوبي کې به د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د دغو رسنیو ټولې خبرتیاوي او تبلیغات دلته بند شي.
فیسبوک څرګندوې: مونږ دغو خپرونکیو ته د روڼتیا زمینه برابروو؛ ځکه، چې دوی د رسنیو له لارې دولتي ستراتیزیکې موخې پالي او مونږ باید خلک او اوریدونکي وپوهوو، چې څه اوري او ګوري له دولتي اغېزه برخمن دي.
دې بنسټ دا هم په داګه کړې، چې ناپېیلې او نادولتي رسنۍ به په نښه نشي.
فیسبوک په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د امریکا په ولسمشریزوټاکنو کې د بهرنيو لاسوهنو د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.
فیسبوک شرکت په دې وروستیو کې د خپلو کارکوونکیو له نیوکو سره مخ شوی، چې ولې یې د ټول هېواد په کچه د روان تاوتریخوالي په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو مخنیوی ندی کړی.