تازه خبرونه
فیسبوک په ځینو هېوادونو کې سیاسي مینځپانګه لنډمهاله کموي
رویټرز په ډاګه کړې؛ فیسبوک شرکت د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې دوی به په کاناډا، برازیل او انډونیزیا او په راتلونکیو اوونیو کې د امریکایي کاروونکیو لپاره په لنډمهاله توګه سیاسي مینځپانګه راکمه کړي.
د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زوکربرګ د جنورۍ په میاشت کې ویلي، چې هغه غواړي د ټولنیزو شبکو په برخه کې د سیاسي خبرو اترو د تودوخې درجه راټیټه کړي؛ ځکه، چې خلک سیاست او جنګ نه غواړي او په دې اړه د خپلو تجربو ډاډ هم نه څرګندوي.
رویترز څرګنده کړې؛ د نړۍ ترټولو لویې ټولنیزې شبکې، چې پاروونکې او کینه ییزې مینځپانګې د خپرولو له کبله یې کاروونکي کم شوي او تېره میاشت یې په ډاګه کړه، چې کاروونکیو ته به د مدني او سیاسي ډلو وړاندیزونه نور ودروي.
دغه شرکت د اوبلاګ په یوه پوسټ کې ویلي، چې د سیاسي مینځپانګې کچه راکموي او له بېلابېلو لارو په رامنځته کولو بهه لومړني ګامونه پورته کړي، چې د خلکو په فیډونو کې د ورته مینځپانګې درجه بندي او د دوی غوره توبونو په ډاګه کړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې فیسبوک به د رسمي دولتي ادارو، خبري بنسټونو او همدارنګه د کرونا ویروس د صحي څانګو معلومات به ترې وتلي وي.