تازه خبرونه

فیفا: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید په دوهم پړاو ټاکنو کې خپلې ټولې پرېکړې علني کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکڼو بڼسټ یا فیفا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پر کړنو نیوکه وکړه او وایي، د ټاکڼیز شکایتونو کمیسیون هغه شکایتونه، چې یوازې اطلاع یې ورکړل شوې وه، ونه څېړل.
د ولسمشریزو ټاکڼو لومری پړاو د ټولو لوړو ژورو سره پای ته ورسېد.
اوس د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون دویم پړاو ته چمتوالی نیسي.
د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکڼو بڼسټ یا فیفا د یوه رپوټ په خپرولو سره پر دې کمیسسیون نیوکه کوي، او وایي، دا کمیسیون د قوانینو سره سم برسېره پر علني غونډو باید په دویم پړاو کې خپلې ټولې پرېکړې هم علني کړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکڼو بڼسټ ویاند محمد فهیم نعیمي وايي، چې د ټاکڼیزو شکایتونو کمیسیون هغو شکایتونو ته، چې د هغوی په اړه کوم اسناد او مدارک نه وو او یوازې د هغوی په اړه اطلاع ورکړل شوې وه ونه څېړل.
فیفا همدا شان زیاتوي چې، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکڼو لومړی پړاو کې د ټاکڼو خپلواک کمیسیون په شان امکاناتو څخه برخمن وو، چې باید په دویم پړاو کې د ټاکڼیزو شکایتونو کمیسیون د امکاناتو او منابعو له پلوه ښه سمبال کړی شي.

Trending

Exit mobile version