لوبی
فیفا له امریکا څخه د ضبط شویو پیسو ۲۰۱ میلیون ډالر ترلاسه کوي
د فوټبال نړیواله ټولنه (فیفا) به د امریکا عدلیې وزارت له لوري د ضبط شویو پیسو ۲۰۱ میلیون ډالر ترلاسه کړي.
د امریکا عدلیې وزارت د سې شنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ دغه پیسې به د فیفا د پخوانیو چارواکو له بانکي حسابونو راوباسي، چې په تېرو کلونو کې یې د فوټبال له برخې وهلې وې.
امریکا پر ۲۰۱۵ کال په فیفا کې د فساد په اړه څېړنې پیل کړې. دې بنسټ د ۵۰ کارمندانو محاکمه تر څېړنې لاندې ونیوله، چې له ۲۷ کسانو څخه ۴ یې په فساد کې خپله ښکېلتیا ړمنله.
د امریکا د عدلیې وزارت چارسمبالي منلې، چې د فوټبال فاسدو چارواکو او د سپورت بازارموندنې چارواکو لخوا د درغلۍ او لالچ له کبله غلا شوې پیسې بېرته خپل اصلي ځای ته ستنیږي او د سپورت په سکتور کې به ولګول شي.
د فوټبال دا بودجه نوې نړیوالې زیرمې ته ځانګړې کیږي، چې په ټوله نړۍ کې د فوټبال اړوند پروژو په تمویل کې به مرسته وکړي.