تازه خبرونه

قادري: وزګارتیا ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده

Published

on

(Last Updated On: )

د کارګرانو ټولنه وایي، له کله چې د ملي یووالي حکومت په کار پیل کړی، د وزګارتیا ستونزه ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده او د مخنیوي لپاره یې هیڅ هم نه دي شوي.

د کار اوټولنیزوچارو وزارت هم په هیواد کې د بې کارانو د زیاتوالي ستونزه مني خو وایی، د دغې ستونزې د کابو کولو لپاره به د کار ملي کمیټه جوړه کړي.

ټولنه وایي، حکومت کې ځینې کړۍ په دې هڅه کې دي چې د هغو بنسټونو غږ بند کړي چې د کارګرو له حقونو څخه د ملاتړ لپاره اوچتیږي.

د کارګرانو د سراسري ټولنې رییس معروف قادري:    

پخپله حکومت هم د بې کاري دمخنیوي لپاره کارنه کوي بلکې هغه بنسټونه چې په دې برخه کې په کاربوخت دي، غواړي د هغوی دفعالیت مخه هم د ملي یوالي حکومت ځینې کړۍ ونیسي.”

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم د بې کارۍ ستونزه مني خو وایی، د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره به د کار ملي کمیټه جوړه کړي، چې مشري به یې د ولسمشر په غاړه وي.

د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند علي افتخاري:

په دې کمیټه کې به د ټولوسکتوري وزارتونواستازي شامل وي، په دې کمیټه کې سکتوري وزارتونه شامل دي او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

رسمي شمېرې ښیی چې دا مهال دولس میلیون وګړي د کار په شرایطو برابر دي خو څلور میلیون یې بې کاره دي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version