تازه خبرونه

قانوني: طالبان غواړي دوهم پړاو ټاکنې ګډې وډې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغان ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني وايي، طالبان د وري په شپاړسمه د خپلې ماتې د غچ اخيستو هڅې كوي او غواړي دوهم پړاو ټاكنې ګډې وډې كړي.
د افغانستان دوهم پړاو ولسمشريزې ټاكنې په داسې حال كې كېږي، چې د وسله والو مخالفينو د بريدونو د سختېدو فصل هم را نیږدې كېږي.
په داسې حال كې، چې وسله والو مخالفينو د ګواښونو سره سره د وري د شپاړسمې ټاكنو ته لوى سر خوګى جوړ كړی و.
د افغان ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني وايي، چې وسله وال مخالفين د وري د شپاړسمې ټاكنو له كبله د خپلې ماتې د غچ اخيستو كوښښ كوي، خو دوهم پړاو ټاكنې به هم له كومې ستونزې پرته وشي.
د غبرګولي په ۲۴ مه د دوه هم پړاو ولسمشريزو ټاكنو لپاره د تياريو په موخه امنيتي چارواكي راټول شوي دي.
د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وايي، خلك بايد له وېرې پرته په ټاكنو كې ګډون وكړي.
په همدې وخت كې د ولسمشر لومړى مرستيال له امنيتي ځواكونو غواړي، چې په ټاكنو كې خپله بې طرفي وساتي.
د وسله والو طالبانو د بريدونو له تشديد او امنيتي ګواښونو سره سره وليدل شي، چې د غبرګولي په ۲۴ مه به دوهم پړاو ټاكنې په څه ډول شرايطو كې وشي.

Trending

Exit mobile version