تازه خبرونه

قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ هیڅوک له قانون پورته نه دی؛ زما غوښتنه داده، چې قانون دې لومړی پر ما او لومړۍ میرمن او بیا دې پر ټولو خلکو یو شان پلی شي.

په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ناسته کې ولسمشر غني په عدلي او قضایي بنسټونو کې د قانون پلي کول او تطبیق اړین وباله او له ټولو څارنوالانو یې وغوښتل، چې د دوسیو په حل کې عدالت ته لومړیتوب ورکړي.

ولسمشر غني پخپل وخت د ولسمشرۍ ټاکنې حتمي وبللې او له عدلي او قضایي بنسټونو یې وغوښتل، چې قانون پر ټولو یو شان تطبیق کړي.

 ولسمشر ویلي، چې د بریالیتوب لپاره باید نورو ته غوږ کېښودل شي؛ خو اجرائیه رییس وایي، د قانون تر سرلیک لاندې د  خلکو په وړاندې تاوتریخوالی روان دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ، چې د برښنایي تذکرو پر سر له ولسمشر سره وران شوی، وایي، چې د قانون پر پلمه له خلکو سره له تاوتریخوالي ډک چلند روان دی.

لوی څارنوال فرید حمیدي وایي، د عدالت تطبیق ثبات تظمینوي او په وینا یې د عدالت تطبیق له انصاف پرته ناشونی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې خلک د قانون پر نه تطبیق او د عدلي او قضایي ادارو پر چلند نیوکې کوي او وایي، ټولې دولتي ادارې باید پرځان قانون پلی کړي.

Trending

Exit mobile version