تازه خبرونه

قریشي د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار د کړنلارې د سمولو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۰)

د ژیو نیوز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې پر ورځ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د اړیکو پرې کول ومنل او وایي، چې نوموړی دې باید د پاکستان په اړه د بدې ژبې له کارولو وشرمیږي او له دغه راز کړنو دې هم ډډه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په ملتان ښار کې د ګوند کارګرانو ته ویلي؛ تر هغه به له محب سره خبرې نکوي، چې د پاکستان په وړاندې بده ژبه کارول ونه دریږي.

هغه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې د سولې بهیر ته زیانمنې نومولي دي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي؛ ښه غوږ شئ د افغانستان دا چارواکی دې وپوهیږي، چې پاکستان په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د تېرې میاشتې په پیل کې پاکستان تورن کړ، چې په ځانګړي توګه اردو یې په افغانستان کې د وسلوالو مخالفانو ملاتړ کوي او له “فاحشه خانې” کم هم ندی.

قریشي د شنبې پر ورځ د محب په اړه ویلي: له هغې ورځې مو، چې پاکستان له فاحشه خانې سره پرتله کړی؛ وینه مې پرخوټیېدو ده. تاسې باید وشرمیږئ او خپل چلند سم کړئ.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار باید د [ پاکستان پروړاندې ] پخپلو خبرو بیاکتنه وکړي؛ ځکه د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي.

تېره میاشت داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستان د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د هغه د څرګندونو پر وړاندې رسمي اړیکې پرې کړې دي.

که څه هم حمدالله محب هغه وخت د خپلې اوونیزې امنیتي ناستې پر مهال د ځان په اړه دا راپورونه رد کړل او څرګنده یې کړه، چې زما په اړه له یوې مستعار او بې نومه پتې خبرې شوي او دا د پاکستان رسمي دریځ نه دی. که پاکستان په رسمي توګه څه ووايي، نو افغان حکومت به خپل دریځ اعلان کړي.

د یادونې ده، چې محب د امریکا غږ راپور ته په ځواب کې ویلي؛ پاکستان په رسمي ډول له محب سره ټولې اړیکې له هغې وروسته بندې کړي، چې د هغه خبرې یې د اسلام آباد پر وړاندې “ناوړه برید” بللی و.

Trending

Exit mobile version