تازه خبرونه
قزاقستان د افغانستان اسلامي امارت د بندیزونو له نوملړه وویست
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي اميرخان متقى په کابل کې د قزاقستان له سفير علي خان ياسين ګلديف سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري د جمعې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې امیرخان متقي د افغانستان او قزاقستان روانه اړیکه د دواړو هېوادونو په ګټه او مثبته وبلله.
همدارنګه د قزاقستان سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې لري او زیاتوي؛ قزاقستان غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او سیاسي اړیکې پراخې کړي.
همدارنګه د قزاقستان سفیر اعلان وکړ، چې د قزاقستان سترې محکمې په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی دی.
په همدې حال کې متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته خنډونو د لرې کولو لپاره د قزاقستان د حکومت له عملي اقداماتو درناوی وکړ.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي څرګنده کړې، چې افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هېوادونه باید په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.