سوداگري
قزاقستان د تورغونډۍ – سپین بولډیک اوسپنېپټلۍ جوړولو ته چمتووالی ښکاره کړ
قزاقستان چمتو دی، چې د تورغونډۍ او سپین بولدک ترمنځ د اوسپنېپټلۍ د غځولو لپاره اړین وسایل او تجهیزات چمتو کړي
قزاقستان د هرات د تورغونډۍ او د کندهار د سپین بولډک د بندرونو ترمنځ د اوسپنېپټلۍ په جوړولو کې همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړی دی.
په هغې خبرپاڼه کې، چې پرون (سېشنبه د زمري څلیریشتمه) د قزاقستان د حکومت لهخوا خپره شوې راغلي؛ د دوشنبې پر ورځ د دغه هېواد د لومړي وزير مرستيال سيريک ژومانګارين د ترکمنستان د ټرانسپورټ او لارو د رییس مومیتان چاکيیف سره له لیدنې وروسته اعلان کړه، چې قزاقستان لېواله دى له ترکمنستان سره د د سهیل – سویل لویې نړيوالې لارې د جوړولو لپاره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې؛ قزاقستان چمتو دی، چې د تورغونډۍ او سپین بولدک ترمنځ د اوسپنېپټلۍ د غځولو لپاره اړین وسایل او تجهیزات چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان چارسمبالي حکومت اقتصادي مرستیالۍ له دې مخکې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ودې او پراختیا لپاره د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
