تازه خبرونه
قزاقستان د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ژومنګارین نن (دوشنبه) له ملا عبدالغني برادر سره په یوه غونډه کې ویلي، چې پر دې پروژې سربېره، قزاقستان د انټرنیټ مزي د غځولو پروژې ته هم چمتو دی، چې پر بنسټ به یې انټرنیټ په ارزانه بیه افغانستان ته ورکړ شي.
د قزاقستان د لومړي وزیرمرستیال سیرک ژومنګارین کابل ته په خپل سفر کې ویلي، چې آستانه به د تورغونډي- هرات د اوسپنېپټلۍ پر جوړولو ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي او د دې پروژې د پرمختګ لپاره به په هرات کې لوژستیکي او ټرانسپورټي شرکت جوړ کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ژومنګارین نن (دوشنبه) له ملا عبدالغني برادر سره په یوه غونډه کې ویلي، چې پر دې پروژې سربېره، قزاقستان د انټرنیټ مزي د غځولو پروژې ته هم چمتو دی، چې پر بنسټ به یې انټرنیټ په ارزانه بیه افغانستان ته ورکړ شي.
ژومنګارين ټينګار کړی، چې قزاق پانګوال په بېلابېلو سکټورونو کې په ځانګړي توګه د افغانستان په کانونو، تېلو او ګازو کې پانګونې ته چمتو دي او د دوی تخنیکي ډلې هم کابل ته راغلې دي.
په دې غونډې کې قزاقستاني لوري د افغان سوداګرو لپاره د ویزې ورکولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو پیلولو، د بانکي همکارۍ رامنځته کولو، د ټرانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو او همدارنګه د روغتیا او تعلیم په برخو کې د ګډې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
دغه راز ملا برادر ټینګار وکړ، چې افغانستان د قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره قوي هوډ لري او د دې هدف لپاره یې په دې وروستیو کې د کابل او آستانې ترمنځ د سوداګرۍ حجم درې میلیارډ ډالرو ته د لوړولو لپاره د لارې نقشه لاسلیک کړې ده.
ملا برتادر د لارې نقشې په پلي کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو لکه سوداګرۍ، کرنې، کانونو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، اوسپنېپټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلونونه راشي او په دې اړه به پانګونه زیاته شي.
هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې فرصتونه له قزاقستان سره شریک کړي او د کرنیزو او څارویو محصولاتو د ساتنې او قرنطین په اړه تړونونه لاسلیک کړي.
د اقتصادي چارو مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان د تېلو د ساحو د پراختیا او اکتشاف په برخه کې پر ګډه همکارۍ ټینګار وکړ.