سوداگري

قزاقي پلاوی د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۴۰۰)

د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر بخت سلطانوف د ۱۶ شرکتونو له استازیو سره د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو د ارزونې په موخه کابل ته راغلی.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي د قزاقستان د سوداګرۍ له وزیر بخیت سلطانوف سره وکتل.

د قزاقستان د سوداګرۍ وزیرافغانستان ته د خصوصي سکټور د یوه پلاوي مشري کوي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره د اقتصادي او پانګونې د اړیکو د پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.

په دې کتنه کې سلطانوف ویلي؛ قزاقستان چمتو دی، چې له افغانستان سره بانکي اړیکې پراخې، الوتنې بیا پیل او افغان محصلینو ته په بېلابېلو برخو کې بورسونه ورکړي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي؛ د کرنیزو توکو د صادراتو لپاره د مستقیم هوايي دهلېز جوړول، د سوداګرۍ د ګډې خونې جوړول او د بانکي راکړې ورکړې د بهیر د ښه والي لپاره له قزاقستان سره د خبرو اترو مهم ټکي دي.

سلطانوف ویلي، په تېرو لس میاشتو کې له افغانستان سره زمونږ سوداګري ۲۷ سلنه کمه شوې ده. مونږ غواړو له افغانستان سره خپلې سوداګریزیزې اړیکې زیاتې کړو او هم اجازه ورکړو، چې خپل محصولات د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا بازارونو ته ورسوو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د افغانستان او قرغزستان ترمنځ سوداګري ۶۴۸ میلیون ډالره ده، چې ډېره برخه یې وارداتي ده.

Trending

Exit mobile version