سیمه ییز خبرونه
قضايي مصونيت د امريكا بنسټيز شرط دى- محمود كرزى
امريكا ټينگارار كوي، چې كه يې سرتېرو ته قضايي صلاحيت او خونديتوب ورنكړ شي، تړون به لاسليك نه كړي.
د مشورتي لويې جرگې غړى محمود كرزى وايي، له همدې كبله د قضايي صلاحيت ماده د جرگې د غړيو لپاره ډېره حساسه او د امريكا بنسټيز شرط دى.
د ولسي جرگې يو شمېر غړي او كارپوهان په دې باور دي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى غواړي د امنيتي تړون لاسليك وځنډوي او له امريكا څخه امتياز تر لاسه كړي.
په كابل كې مشورتې لويه جرگه له امريكا سره د امنيتي تړون پر موادو غور كوي او په پام كې ده چې خپله پريكړه او مشوره تر راتلونكو اته څلوېشتو ساعتونو پورې افغان ولسمشر ته وړاندې كړي.
ولسمشر وايي كه مشورتي لويه جرګه د تړون مواد تائيد كړي د تصويب لپاره به يې ملي شورا ته واستوي.
د لويې جرگې په خيمه كې شاوخوا دوه زره پېنځه سوه كسان پر پنځوس كميتو وېشل شوي او ښكاري، چې د تړون پر موادو جدي بحث كيږي.