سیمه ییز خبرونه

قطب الدین هلال: که واک ته ورسېږم له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبري پېل کړم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

راتلونکو ولسمشريزو ټاكنو ته كانديد  قطب الدین هلال په خپل ټاکنیږ کمپاین کې ټينګار وكړ، چې كه واك ته ورسېږي له هر څه مخكې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پېل كړي. د هغه په باور د سولې په برخه كې د نړيوالو صادقانه مرسته اغېزناكه تمامېداى شي.

د ولسمشرۍ كانديد قطب الدین هلال وايي:

كه ولسمشر شي د ملي يوالي لپاره د جدي هڅو سر بېره به له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې خبرې پېل كړي.

له اداري فساد سره مبازره د هغه د ټاكنيز كمپاين بل مهم اصل و. د ښاغلي هلال په باور د وسله والو مخالفينو ادرس معلوم و، خو له هغوى سره د سولې د خبرو لپاره صادقانه ګامونه اوچت نه شول.

هغه همدراز د ښځو پر زدکړې او د هغوى د حقونو پر خونديتوب د ټينګار تر څنګ وويل، چې همدا اوس افغان مېرمنې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي.

دى همدارنګه وايي، د سياسي قدرت د لېږد لپاره ټاكنې يوازينې لاره ده، نو ځكه هغه پر وسله والو غږ وكړ، چې ټاكنې له خنډ سره مخامخ نه كړي.

ښاغلى هلال زیاتوي، چې د ګلبدين حكمتيار د حزب اسلامي غړى دى او په ټاكنو كې د خپل ګوند پر پلويانو ډاډه دى، چې رايه به وركوي.

د ټاکنیزو کمپاینونو بازار تود او او بی شماری ژمنی  دا چی تر بریاليتوب وروسته  دا ژمنی  به عملی شي او کنه دا هغه پوښتنه ده، چی وخت به یی ځواب ووایی.
.

Trending

Exit mobile version