تازه خبرونه
قطر، عربستان او متحده اماراتو ته د ترهګرۍ پالنه یوه عادي خبره ده- سپنتا
د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وایي؛ د لویدیځې آسیا ځینې هېوادونه، چې ادعا لري له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، برعکس ترهګري پالي او دا پر یوې عادي خبرې اوښتې ده.
د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا دغه خبرې د جمعې په ورځ په هرات ښار کې پېنځم نړیوال امنیتي کنفرانس ته د وینا پر مهال کړي.
د رنګین داد فر سپنتا په وینا؛ قطر، عربستان او متحده امارات هغه هېوادونه دي، چې عملاً له تروریزمه پالنه کوي.
دغه پېنځم نړیوال امنیتي کنفرانس ته د کارپوهانو او دولتي چارواکو تر څنګ د ځینو اروپایي هېوادونو، ایران، هند او پاکستان له سل میلمانه بلل شوي وه.
د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا باوري دی؛ په نړۍ کې داسې ستر قوتونه نه لیدل کیږي، چې نظم تامین کړي او دا د نړیوال نظام د کړکیچ اصلي علت دی.
په دې غونډه کې د هرات والي محمدآصف رحیمي د سیمې له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې سولې ته د رسیدو لپاره د یوې سترې سیمه ییزې اجماع د جوړیدوهڅه وکړي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت رییس او د دې غونډې تنظیموونکی داود مرادیانوایي، سږ کال د هغو هېوادونو استازي بلل شوي، چې د افغانستان په جنګ کې رول لري.
د دغې غونډې په څنډه کې به د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزې خبرې اترې او د افغانستان، هند او ایران تر منځ درې اړخیزې خبرې وشي.