تازه خبرونه

قطري چارواکو د سترې محکمې د دوه قاضيانو وژنه وغندله

Published

on

د قطر بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سترې محکمې پر موټر د ناڅرګندو وسلوالو برید، چې د دوه ښځینه قاضیانو په ګډون یې پېنځه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې؛ په کلکه وغانده.

د یکشنبې پر شپه د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د انګېرنې او لاملونو له په پام کې نیولو پرته د تاوتریخوالي او تروریزم پر وړاندې خپل کلک دریځ په ډاګه کړ.

قطر نه یوازې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په کوربتوب کې غوره هڅې تر سره کړي، بلکې د اړتیا پر وخت د منځګړیتوب ټټر یې هم وهلی دی.

د قطر چارواکو د قربانیانو کورنیو او د افغانستان خلکو ته خپله خواشیني هم وړاندې کړې ده.

د سترې محکمې دوه قاضیانې د یکشنبې پر سهار دندې ته پر لار ناڅرګندو وسلوال پر ډزو وژل شوي، چې د دوی د یو لاروي په ګډون یې درې نور کسان ټپيان کړي دي.

موخه ییزو وژنو په پلازمېنه کابل کې د وېرې کچه لوړه کړې ده. په دې بریدونو کې حکومتي چارواکي ، د مدني ټولنې مخکښان او خبریالان په نښه کیږي، چې د سولې خبرو د دوه یم پړاو له پیلېدو راپدیخوا ډېر شوي دي.

تر دې دمه هیچا د دې وژنو مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی؛ خو یو شمېر حکومتي چارواکو یې پړه پر طالبانو اچولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا پر ملکي وګړیو بریدونه وغندل او څرګنده یې کړه، چې ترهګري، وحشت او جرم د افغانستان د ستونزې حل ندی او له طالبانو یې وغوښتل، چې تلپاتې اوربند ومني.

Trending

Exit mobile version