تازه خبرونه
قطر افغانستان ته د بشري مرستو پر رسولو کار پیل کړی
د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د جمعې پر ورځ د وږي ۱۲ ویلي، چې قطر په افغانستان کې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د بشردوستانه دهلیزونو پر پرنستلو کار کوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یاد وزارت قطري ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني په ډاګه کړې، چې قطر له طالبانو سره یوه ټولمنلي او اغېزمن حکومت ته د واک پر سوله ییز لیږد ډاډمنې خبرې کړې دي.
یوې قطري سرچینې منلې، چې القحطاني د جمعې پر ورځ کابل ته رسېدلی، چې د یوه ټولمنلي افغان حکومت پر جوړولو او کابل هوایي ډګر بیا پرانستلو خبرې وکړي.
قطر له طالبانو سره د یوه مهم مذاکره کوونکی په توګه له ۲۰۱۳ زېږدیز کال راپدیخوا سیاسي اړیکې پاللي او د امریکا او افغانانو سره یې د خبرو کوربتوب کړی دی.
