تازه خبرونه

قطر اوس هم د کابل هوایي ډګر مسوولیت نلري

Published

on

قطر د سې شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د اسلامي امارت په ګډون د ټولو ښکېلو لوریو له رڼې هوکړې پرته به د کابل هوایي ډګر د الوتنو مسوولیت پر غاړه وانخلي.

قطر د اګیست له۳۱ راپدیخوا د افغانستان په کابل هوایي ډګر کې د الوتنو پر عملیاتو سربېره له نویو واکمنو سره د اړیکو، د امریکایي ځواکونو، زرګونه بهرنیانو او افغانانو د ایستلو بهیر غوره څارونکی پاتې شوی دی.

د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي: مونږ اړتیا لرو ډاډ ترلاسه کړو، چې هرڅه راڼه او سم دي؛ پرته له دې به هر څه وڅېړل شي… او مونږ نشو کولی د هوایي ډګر مسوولیت پر غاړه ولرو. باید هرڅه سم او ومنل شي.  

نوموړي زیاته کړې: وضعیت اوس هم تر خبرو اترو لاندې دی؛ ځکه مونږ د ټولو اړخونو لپاره د وضعیت روڼتیا ته اړتیا لرو او دا ډاډ باید رامنځته شي، چې څوک تخنیکي چارو او څوک امنیتي اړخونو ته پام راواړوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اړتیا په صورت کې له نورو هېوادونو سره هم د همکارۍ امکان شته؛ خو تر دې دمه بحث یوازې زموږ، ترکیې او اسلامي امارت ترمنځ روان دی.

د امریکا له وتلو راپدیخوا قطري الوتکو کابل ته د مرستو څو سفرونه کړي؛ د دوحې استازي راغلي او بهرني پاسپورت لرونکي یې لیږدولي هم دي.

د پاکستان نړیوال هوایی شرکت یوه الوتکه د دوشنبې پر ورځ کابل ته راورسېده، چې د امریکا له وتلو وروسته دا لومړۍ نړیواله سوداګریزه الوتنه وه.

Trending

Exit mobile version