تازه خبرونه

قطر او اسلامي امارت د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ د قطر سفیر د افغانستان او قطر اړیکې تاریخي او ټینګې بللې او څرګندوي، چې د خپلې دندې پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخولو لپاره هڅې وکړي.

Published

on

د ریاست‌الوزرا د مقام دفتر اعلان کړی، چې د ریاست‌الوزرا د مقام لوی رییس ډاکټر عبدالواسع په ارګ کې د افغانستان لپاره د قطر له سفیر مردف بن علي القاشوطي سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې بحث او خبرې کړې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ د قطر سفیر د افغانستان او قطر اړیکې تاریخي او ټینګې بللې او څرګندوي، چې د خپلې دندې پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخولو لپاره هڅې وکړي.

هغه همداراز په افغانستان کې د قطر د پراختیایي او مرستندویه پروژو یادونه کړې او زیاتوي، چې د شته امنيتي وضعیت په رڼا کې دوحه هڅه کوي خپلې همکارۍ په بېلابېلو برخو کې روانې وساتي.

د قطر سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې مثبتې اړیکې د اقتصاد، امنیت او سیمه‌ییز ثبات لپاره مهمې بللې او وایي، چې قطر هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې وموندل شي.

دغه راز ډاکټر عبدالواسع د افغانستان او قطر اړیکې مهمې بللې او څرګندوي، چې قطر په تېرو دوه لسیزو کې د یوه ورور او اسلامي هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

هغه په افغانستان کې د قطر له لوري پلې شوې پروژې ګټورې بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د ریاست‌الوزرا د مقام لوی رییس ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د متقابل احترام، د افغانستان د ملي ګټو او شرعي اصولو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.

Trending

Exit mobile version