نړۍ

قطر به په منځني ختیځ کې د ناټو لوی متحد وټاکل شي – جو بایډن

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۴۰۰)

ولسمشر جوبایډن د دوشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۳۱ ) د قطر له امیر سره په لیدنه کې ویلي؛ پلان لري، چې دا هېواد د ناټو د یوه لوی متحد په توګه وټاکي او په منځني ختیځ کې له ځانګړی حیثیت برخمن شي.

بایډن دا اعلان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال کړی دی. امیر خبریالانو ته ویلي، چې دی به له بایډن سره پر سیمه ییز امنیت او همدارنګه د فلسطینیانو د حقونو په

اړه خبرې وکړي.

د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې بوینګ شرکت د خلیج د امیر له سفر سره همهاله د قطر هوایي شرکت ته د اکس ـ ۷۷۷ مسافر وړونکې جټ الوتکې نوي بار وړونکې نسخه او د ماکس – ۷۳۷ جټ الوتکو لپاره لنډمهاله سپارښتنه ترلاسه کړ.

د امریکا او قطر مشرانو د بوینګ او قطر ایرویز ترمنځ د ۲۰ میلیارد ډالرو تړون له لاسلیک کولو هرکلی وکړ، چې په امریکا کې یې په لسګونه زره دندې رامنځته کړې دي.

د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې، د قطر ولسمشر د امریکا او قطر ترمنځ ستراتیژیکو همکاریو او ۵۰ کلنو ژورو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه هېواد باید د امریکا د یوه مهم غيرناټو متحد په توګه غوره وګڼل شي.

دغه راز له قطر څخه اروپایي هېوادونو ته د طبیعي ګازو پر صادرلو هم په داسې حال کې خبرې شوي، چې روسیې د اوکراین پر پوله له ۱۰۰ زره ډېر سرتې او خپل پوځي وسایل ځای پر ځای کړي دي.

امریکا او متحدین یې وېره لري، چې که پر اوکراین د روسیې د شوني برید په غبرګون کې پر مسکو اقتصادي بندیزونه ولګول شي؛ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به ښایي د دې اقدام په ځواب کې د لویدیځې اروپا پر ډېرو هېوادونو ګاز بند کړي.

دمګړۍ روسیه د لویدیځې اروپا د انرژۍ تقریباً یوه برخه اړتیا پوره کوي؛ خو قطر په نړۍ کې له امریکا وروسته د طبیعي ګازو دوه یم ستر صادرونکی هېواد دی او د نړۍ د انرژۍ په بازار کې هم لوی لاس لري.

قطر ، چې د مخه له آسیایي هېوادونو سره د انرژۍ تړونونه لري؛ خو کارپوهان پدې اند دي، چې دا عربي هېواد د دې وړتیا نلري، چې دومره ډېر ګاز تولید او اروپایي هېوادونو ته یې ولېږدوي.

همدارنګه د امریکا او قطر مشرانو د افغان ولس پر ملاتړ او د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا نه یوازې خپل سفارت دوحې ته ولېږداوه، بلکې قطر یې په افغانستان کې د خپلو ګټو ساتونکی هم اعلان کړ.

Trending

Exit mobile version