تازه خبرونه

قطر ته د افغان ولسمشر سفر ځنډول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وا قطر ته د افغان ولسمشر سفر لغوه شوی نه دی، بلکې ځنډول شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وایِ، ولسمشر په کورنیو مسایلو زیات تمرکز کړی او د وزیرانو سل ورځنیو کاري پلانونو دا سفر ځنډولی دی.

خو سیاسي کارپوهان وایِ، چې له پاکستان سره د استخباراتي تفاهم لیک نه وروستي کېدل د دې سبب شول چې طالبان خبرو ته حاضر نه شي.

ټاکل شوې وه ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی وای.

خو خینې سیاسي کارپوهان وایی، پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې کلیدي رول لري، او که دا هېواد ونه غواړي د سولې خبرې به ناشونې وي.

دوی وایی، د ولسمشر د قطر سفر ځکه وځنډید چې د کابل- اسلام آباد تر منځ د استخباراتي تفاهم لیک لاسلیک او وروستي کېدل ځنډنی شو.

د سیاسي چارو کارپوه شوکت علي فرهنګ:

پاکستان ښایي له طالبانو غوښتي وي چې دغو خبرو اترو ته حاضر نه شي؛ ځکه چې افغانستان له پاکستان سره امنیتي هوکړه لیک نه دی منلی.

 

عبدالهادي قریشي د سیاسي چارو کارپوه هم ټینګار کوي او وایي د افغان سولې کیلي د پاکستان په لاس کې ده او وایي؛ د پاکستان جګړه په افغانستان کې روانه وه او روانه به وي.

بلخوا سیاسي کارپوه محراب علي صفدري وایي، ښایی ولسمشر په پټه خبرې تر سره کړې وای، او اوس چې دا مساله رسنیو ته ورسېده، دا سفر وځنډید.

له څو کلونو را په دیخوا د سولې د خبرو هڅه کیږي خو تر اوسه دې خبرو پایله نه ده ورکړې.

Trending

Exit mobile version