تازه خبرونه

قطر د سفارت له پرانیستلو وروسته د سولې په بهیر کې همکاري زیاتوي-غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دقطر له لنډ سفره څخه له راستنیدو وروسته ویلي، چې د عربي خلیج دا هېواد به په کابل کې د سفارت له پرانیستلو وروسته د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري زیاته کړي.

ولسمشر غني شاوخوا څلور میاشتې پخوا هم فطر ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسلو، چې ‌ډېرې یې څرګندې هم نه شوې، خبرې کړي.

د ښاغلي غني له همدغه سفره وروسته ګارډین ورځپاڼې په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سپټمبر او اکتوبر د میاشتو په لومړیو کې پټې خبرې افشا کړې.

قطر له دې مخکې هم د افغان خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړې او دې ته په پام، چې د طالبانو سیاسي دفتر په کې دی، د افغانستان په سوله کې تر ډېرو سترو هېوادونو لوی رول لوبولی شي. 

Trending

Exit mobile version