لوبی

قطر د هالیند او اکوادور له مساوي کېدو سره سم له نړیوال جام ووت

Published

on

قطر د جمعې پر ورځ هغه مهال له نړیوال جام څخه حذف شو، چې په A ګروپ کې هالینډ او اکوادور یو د یو پر وړاندې مساوي شول.

هالیند او اکوادور هر یو څلور؛ خو سګنال درې نمرې لري. قطر له هغې وروسته، چې دوی خپله لومړۍ لوبه له اکوادور څخه ۲ پر صفر له لاسه ورکړه او بیا د جمعې پر ورځ یې له سګناله یو پر درې ماتې وخوړه؛ له امتیازه بې برخې پاتې شو.

د قطر روزونکي فلیکس سانچز مخکې له دې، چې لوبډله یې په رسمي بڼه له لوبو ووځي وویل: که تاسې تمه درلوده، چې مونږ په دې سیالیو کې پوره مخکې شو؛ نو دا به د مایوسۍ خبره وي. زمونږ موخه سیالي کول ول.

قطر نشي کولی د سې شنبې پر ورځ د هالیند پر وړاندې په وروستۍ لوبه کې له کوم امتیازه برخمن شي.

Trending

Exit mobile version