تازه خبرونه

قطر د افغانانو خپلمنځي ناسته لغو کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د قطر حکومت  پرون(پنجشنبه د دوري ۲۹) ناوخته په دوحه کې د حکومت د استازیو او طالبانو ناسته لغو کړه.

ولسمشرۍ د قطر حکومت د دغې ناستې پر لغو کولو ملامت کړ او وایي؛ سره لدې، چې د قطر ناستې ته د ۲۵۰ کسانو د لیږلو چمتوالی نیول شوی و، خو دغه هېواد د افرادو او اشخاصو یو نوی نوملړ د دغې ناستې لپاره د افغانستان حکومت ته راولیږه.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ د قطر په نوي نوملړ کې د افغانستان د خلکو متوازن ګډون ته پاملرنه نده شوې، چې دې کار د افغانستان د خلکو د ملي ارادې د سپکاوي معنا لرله او دا کړنه حکومت او خلکو ته د منلو وړ نده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د قطر د حکومت د دغه کار په غبرګون کې د پنجشنبې پر ورځ د ولسمشر غني او سیاسي مشرانو تر منځ ناسته تر سره شوه او پرېکړه شوې، چې د قطر په ناسته کې د دغه حکومت نوملړ د افغانستان د حکومت لپاره د منلو وړ ندی.

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د قطر له حکومته دې د دوحې په ناسته کې د افغانستان د حکومت لخوا د غوره شوي پلاوي د ګډون غوښتنه وشي.

ولسمشرۍ دا هم څرګنده کړې؛ دا، چې د قطر حکومت زمونږ رښتینې غوښتنه پلي نکړای شوه، نو د دوحې کنفرانس یې لغو کړ.

طالبانو هم منلې، چې د قطر په دوحه کې د اپریل پر شلمه او ۲۱ نېټه د (بین الافغاني کنفرانس) اهتمام شوی و، چې اوس لغو شو.

طالبانو د دې موضوع په اړه په خپله خبرپاڼه کې لاندې وضاحت وړاندې کړی: د افغانستان حکومت هڅه وکړه، چې د افغانانو له خپلمنځي خبرو د حکومت او طالبانو تر منځ د مذکراتو غونډه جوړه کړي، چې د کنفرانس له تګلارې سره یې سمون نه درلود.

په دوحه کې د بشري چارو او شخړو د مطالعاتو مرکز د ناستې پر ځنډیدو خواشینی شوی؛ خو وایي، د اختلافاتو د حل او په راتلوونکې کې د ناستې جوړیدو په تړاو هڅې روانې دي.

له دغو څرګندونو څو شېبې وروسته  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد په خپل یو تویت کې څرګنده کړه، چې: د قطر (بین الافغاني) ناسته ځنډیدلې ده.

نوموړي له دغه ځنډه ناهیلي ښودلې او له ټولو اړخونو یې غوښتي، چې ( بین الافغاني) خبرو ته دې ژمن پاتې شي.  

ښاغلي خلیلزاد  ویلي، چې تلپاتې سولې او سیاسي حل لارې ته د رسیدو لپاره پرته له خبرو بله لار نشته.

هغه له ټولو خواوو غوښتي، چې د ټولو افغانانو د استازیو او پلاوي له نوملړه دې ملاتړ ته زمینه برابره شي. که په دې اړه زما همکارۍ ته اړتیا پېښه شوه؛ زه ورته چمتووالی لرم.

هغه کسان، چې د دوحې لخوا دې ناستې ته بلل شوي وه وایي، دا کار به د سولې ټول بهیرونه له بندون سره مخ کړي.

ښځو حقونو مخکښه تاج ور کاکړ وایي؛ ښکاري، چې ولسمشر ته سمه مشوره نه وړاندې کیږي؛ د دولت اړخ همغږي نلري او پر همدې لامل دا ناسته ځنډیدلې ده.

سیاسي فعال محمد نصیب مهدي، چې د افغانانو د لومړنۍ خپلمنځي ناستې یو برخه وال دی او وایي؛ ټاکل شوې وه، چې هلته د سمرقند د سولې ناستې ته د رسیدو عملي کړنلارې تر بحث لاندې راشي.  

د  جنبش ملي افغانستان ګوند مرستیال عبدالله قرلق وایي، چې د هغو رالیږل شوی نوملړ حکومت او سیاسي څېرو ونه مانه او دا هم نه کیږي، چې هر څه د طالبانو له خوښې سره سم تر سره شي. 

سیاسي فعال نظر محمد مطمئن ویلي؛ د قطر په نوملړ کې د حکومت په ګډون د ټولو اړخونو نومونه راغلي؛ خو حکومت دا نوملړ ونه مانه او له قطر ه یې وغوښتل، چې دا ناسته لغو کړي.          

دا په داسې حال کې ده، چې په ډېر شمېر کسان دغې ناستې ته د ګډون په هیله له ولایتونو څخه کابل ته راورسیدل او ان یو شمېر نور دوحې ته ولاړل.

Trending

Exit mobile version