تازه خبرونه

قطر له اسلامي امارت سره د تخلیې پر بیا پیلولو هوکړه کړې

Published

on

رویټرز د قطر له بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د مرکې له مخې څرګنده کړې، چې قطر له .ا.ا سره له کابل هوایي ډګره د تخلیې د عملیاتو د بیا پیلولو په اړه هوکړې ته رسیدلی دی.

رویټرز د آکسیوس خبري سرچینې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ دا هوکړه په اوونۍ کې د دوه الوتنو لپاره ده، چې د قطر ایرویز لخوا چارټر کیږي؛ امریکا او نورو هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې خپل زرګونه پاتې نور وګړي او له خطر سره مخ افغانان وباسي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په رسمي سفر کې له آکسیوس خبري سرچینې سره خبرې کړې دي.

د قطر د حکومت یوې لوړ پوړې سرچینې تېره اوونۍ رویټرز ته ویلي وه، چې قطر ایرویز له دوه میاشتني ځنډ وروسته له افغانستان څخه د مسافرو او له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو پروازونه بېرته پیل کړي دي.

قطر د ډسمبر په لومړیو کې له اسلامي امارت سره د اختلاف له مخې، چې اړوند کسانو ته د الوتنو اجازه شته او کنه؛ د تخلیې الوتنې بندې کړې.

آکسیوس د قطر د وزیر د څرګندونو له مخې ویلي، چې د آریانا افغان هوايي شرکت لخوا په اوونۍ کې د یوې الوتنې د اجازه ورکولو په اړه خبرې تر سره شوې دي.

Trending

Exit mobile version