تازه خبرونه

قطر له افغانستان سره امنیتي تړون ته لیواله دی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د ملي دفاع  وزارت چارسمبالی مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې قطر غواړي له افغانستان سره د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد دا خبره قطر ته له دوه ورځني سفر وروسته، چې د هغه هېواد په رسمي بلنه ترسره شو، کړې ده.

نوموړي ویلي، چې قطر د افغانستان د پولو د ساتنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیکولو ته لیوالتیا ښودلې ده.

مجاهد ویلي: په دې اړه به دلته مشوره وکړو او مواد به یې مطالعه کړو.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي دا هم ویلي؛ د قطر له حکومته یې غوښتي، چې د ملي اردو د معاشونو او یونیفورم په برابرولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د مولوي مجاهد د څرګندونو له مخې؛  قطر یو اسلامي هېواد دی او له ډېرې مودې راپدیخوا یې له مونږ سره همکاري کړې ده.

Trending

Exit mobile version