روغتيا

قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

Published

on

د قطر د سرې میاشتې ټولنې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره پر زړه د سوریو ۱۶۹ ماشومانو د درملنې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه‌لیک د شنبې پر ورځ ( د غویی نهه‌ویشتمه ) د قطر د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالې پراختیا او مرستو څانګې مشر محمد صالح ابراهیمي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې مطیع الحق خالص د قطر د سرې میاشتې ټولنې له پرله‌پسې مرستو هرکلي او مننه وکړه.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په تېرو دوه کلونو کې درې زره او ٩٤ ماشومان، چې د زړه پر سوري ناروغۍ اخته ول د درملنې لپاره کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

ویل کیږي، چې پدې ناروغۍ اخته زرګونه نور ماشومان درملنې ته پر تمه دي.

Trending

Exit mobile version