تازه خبرونه
قطر مو په بهرني سیاست کې مهم ځای لري – مولوي عبدالکبیر
په کابل کې د قطر سفارت سلاکار میردف القاشوطي وايي؛ هڅه کوي، چې د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د قطر سفارت له سلاکار سره په کتنه کې ویلي، چې دغه هېواد د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او ورسره دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې مولوي عبدالکبير قطر يو دوست هېواد وباله او وایي، چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د قطري چارواکو پر همکارۍ جوړېدونکې ناسته د ستاینې وړ ده.
په کابل کې د قطر سفارت سلاکار میردف القاشوطي وايي؛ هڅه کوي، چې د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې قطر له افغانانو سره بشري مرستې روانې ساتي او غواړي له اسلامي امارت سره په بېلابېلو اقتصادي، سیاسي او صنعتي برخو کې همکارۍ پراخې او پانګونې ته زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د فلسطین د مسئلې په اړه د قطر د دریځ او سیاست د ستاینې تر څنګ د اسلامی نړۍ مسوولیت ته په نغوته کې ویلي؛ اسلامی امارت د خپلواک فلسطیني دولت غوښتونکی دی.
