تازه خبرونه
قطر په افغانستان کې د یوه اتریشي زنداني له خوشي کولو خبر ورکړ
(Last Updated On: کب ۷, ۱۴۰۲)
د قطر حکومت څرګنده کړې؛ د دوحې پر منځګړتوب یو اتریشي، چې په افغانستان کې نیول شوی و خوشې شو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په یوه خپور شوي پیغام کې په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه.
هغه زیاته کړې؛ قطر د اتریش له جمهوریت سره ژورې دوه اړخیزې اړیکې لري او د دې اتریشي وګړي پر خوشې کیدو خوښ دی.
د قطر بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې هېواد به یې په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره د رغنده خبرو اترو او سولهییزو لارو چارو له لارې د شخړو د اواري لپاره د منځګړیتوب هڅې روانې وساتي.
خوشې شوی اتریشي قطر ته رسېدلی دی.
ویل کیږي، چې د قطر بهرنیو چارو وزارت د هغه په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.