سیمه ییز خبرونه
كابل ته به زر ميگاواته برېښنا راورسيږي
د برېښنا شركت مسوولين وايي، چې:
په را روان كال كې به له مزارشريف څخه كابل ته د برېښنا د ليږد دوه يم لين د غزولو چارې پيل شي.
له برېښنا شركت سره د آسيا پرمختيايي بانك دوه سوه ميليون دالر وړيا مرسته د هغو ژمنو برخه ده، چې دغه بانك يې د افغانستان له برېښنا شركت سره ژمنه كړې وه.
د برېښنا شركت رييس عبدالرزاق صمدي وايي، چې:
په دغو پيسو به له فارياب څخه د برېښنا مزى، چې د تركمنستان زر ميگاواټه برېښنا به تر شبرغان پورې وليږدوي و غزول شي.
له شبرغان څخه د دوه سوه كيلواتو په ظرفيت تر مزاره د څلور سوه څلوېښت ميگاوات په ظرفيت د برېښنا د مزي غزول او په لوگر او پكتيا كې شل زره كورنيو ته د برېښنا د رسولو لپاره د دوه برېښنا كوټونو جوړول هم شامل دي.
په افغانستان كې د آسيا پرمختيايي بانك رييس جوجي توكيشي وايي:
اته كاله مخكې كابل ښاريانو د ديزل جنراتورونو له آوازه ارامه خوب نه درلود، خو اوس حالت بدل شوى دى. په دې كې مونږ يوازې نه يو، افغانانو هم او افغان حكومت هم خپل زحمت گاللى دى. مونږ غواړو، چې افغانان د راتلونكې په باب ډاډه شي.
ښاغلى جوجي توكيشي زياتوي، چې تر دوه زره اوولسم كال پورې به له افغانستان سره يو اعشاريه دوه ميليارد دالره وړيا مرسته وشي.