سیمه ییز خبرونه

كابل ته د راننوتو پرمهال دوه ځانمرگي بريد كوونكي نيول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې پوليسو دوه هغه ځانمرگي بريد كوونكي نيولي، چې د عاشورا د ورځې پرغونډو يې د بريدونو پلان درلود.

د كورنيو چارو وزارت د مسوولينو په وينا:

دا دوه كسان د كابل په ختيځ كې پرداسې مهال نيول شوي، چې كابل ته د ننوتو هڅه يې كوله.

په كابل كې د عاشورا د ورځې د غونډو د امنيت د ډاډمنولو د هڅو په ترڅ كې پوليسو د جمعې په ورځ(د ليندۍ۳) دوه ځانمرگي بريد كوونكي نيولي دي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې:

پوليسو د كابل په سروبي ولسوالۍ كې دوه ځانمرگي بريدگر، چې له چاوديدونكيو توكو ډك واسكټونه يې په سراچه موټر كې ځاى په ځاى كړي او كابل ته روان ول، د جمعې په  شپه نيولي دي.

د هغه په وينا:

بريدگرو هوډ  درلود، چې د عاشورا په مراسمو كې چاودنې وكړي.

صديقي زياتوي، چې:

نيول شويو كسانو په كابل كې د ځانمرگو بريدونو په تنظيم كې هم مستقيمه ونډه درلوده.

هغه د عاشورا د مراسمو گډنوالو او ويرجنو ته سپارښتنه وكړه، چې:

د شكمنو كسانو په ليدو سمدلاسه پوليسو ته خبر وركړي.

دا په داسې حال كې ده، چې تېركال د كابل په  ابوافضل زيارت سيمه د عاشورا پر مراسمو ځانمرگي بريد لسگونه كسانو ته مرگ و ژوبله واړوله.

Trending

Exit mobile version