سیمه ییز خبرونه
كابل ته د طالبانو د راتگ ۱۷ كلونه پوره شول
طالبانو اوولس كاله وړاندې د ۱۳۷۵ل كال د تلې په شپږمه د مجاهدينو حكومت ړنگ كړ او ډلې ډلې د افغانستان پلازمېنې كابل ته راننوتل.
په كابل كې د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ د مجاهدينو حكومت مات شو او طالبانو سياسي ځواك تر لاسه او سپين رپى(بيرغ) يې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ ورپولو.
افغانستان،چې تر دې ورځې په كورنۍ جگړه كې سوځيدو او هره ورځ به خلك د مرميو له توغولو او ورانيو كړيدل، د طالبانو په راتگ يې د هوساينې او نسبي ډاډ سا واخيسته او د خلكو له ښه راغلاست سره مخ شول.
د مدني ټولنې يو مخكښ اجمل بلوڅ زاده وايي:
كابل ته د طالبانو له راننوتو سره سم د پخواني ولسمشر داكتر نجيب الله وژل كيدو د خلكو هيلې په ناهيلۍ واړولې.
د نوموړي په وينا ، طالبانو پخپل راتگ پر خلكو يو لړ سختۍ وتپلې؛ نرينه وو ته يې د ږيرې پريښودل اجباري كړل او د فلمونو ليدل او ټنگ ټكور ته غوږ نيول د سختو مجازاتو وړ وگڼل شول.
د مدني ټولنې دغه مخكښ زياتوي، ښځو نوره اجازه نه درلوده، چې زده كړې وكړي او پوهنتونونو ته ولاړې شي.
د نوموړي په وينا، سنگسار، د لاس و پښې غوڅول او اعدام د هېواد په جزايي سيستم كې په رسمي بڼه ځاى په ځاى شول.
د طالبانو نظام د نړيوالې ټولنې ملاتړ نه درلود. يوازې پاكستان، عربستان او متحده عربي اماراتو په رسميت پېژانده.
په دې توگه طالبانو تر ۲۰۰۱م كاله د هېواد پر ۹۰ سلنه خاوره حكومت وكړ؛ خو د همدې كال د سپتمبر له پېښې وروسته، چې د امريكا پر سوداگريزو برجونو بريد تر سره شو، امريكا پر افغانستان بريد وكړ او د اكتوبر په اوومه يې دا نظام ړنگ او د ملگرو ملتو نو په پرېكړه يې واك پخوانيو مجاهدينو ته وسپاره.
اوس هم، چې د طالبانو د نظام له ړنگيدو دولس كاله تېر شوي، طالبان له حكومت او نړيوالې ټولنې سره په جگړه اخته دي.